خانه / خواننده افغان / زندگینامه نغمه شاپیری آوازخوان زن افغانستان + عکس

زندگینامه نغمه شاپیری آوازخوان زن افغانستان + عکس

نغمه شاپیری Naghma shaperai : مشهور به خانم نغمه یکی از خوانندگان مشهور زن افغانستان (Afghanistan) است. که به زبانهای پشتو و فارسی آواز میخواند و آهنگهای زیادی در نوار دارد. به دلیل نابسامانی و جنگهای داخلی کشورش به خارج از کشور مهاجرت کرده است. که اکنون او شهروند کشور ایالات متحده آمریکا است اما بعضی وقت ها در دوبی، پاکستان و افغانستان نیز زندگی می‌کند.

عکس جدید و زیبا نغمه
عکس جدید و زیبا نغمه

خانم نغمه در سال 1964 در شهر قندهار (Kandahar) افغانستان به دنیا آمد. هنگام کودکی همراه با خانواده‌ اش به کابل مهاجرت کردند و او تحصیلات ابتدائی را در لیسه عینو قندهار دوره ثانویه و عالی را در دبستان رابعه بلخی کابل فرا گرفت. نغمه آواز خوانی را با خواندن تصنیف‌ ها در مدرسه آغاز کرد و در 18 سالگی به تلویزیون افغانستان معرفی شد. اولین آهنگ او به نام سوزم په غموکی په چلنده زمانی بود که توسط حامد حسینی کمپوز گردیده ثبت نوار رادیو تلویزیون ملی افغانستان گردید. نغمه در سال 1360 با منگل یکی از آواز خوان پشتو زبان ازدواج نمود. نغمه همراه با منگل همسر اولش زوج هنری موافقی بودند ولی در سال 2004 مناسبات آنها خراب گردید. آهنگهای زیادی از این دوره از خود بجا گذاشته‌ اند. او در این مدت 10 سال به بعد با پسر مولوی محمد نبی محمدی یکتن از رهبران جهادی ازدواج بار دوم را نمود. او اکنون کنسرت های هنری در اروپا، آمریکا اجرا می‌کند. نغمه دارای 4 فرزند است که 2 دختر آن به نام لیمه مدینه و 2 پسر آن به نام انور و خیبر در ایالات متحده آمریکا زندگی میکنند. او در 14 سالگی آغاز به سرودن شعر آغاز نمود. دیوان شعری دارد که بنام آئینه شکسته یا ماتی آئینه یاد می‌شود.

زندگینامه یا بیوگرافی خانم نغمه به زبان پشتو برای عزیزان پشتو زبان:

نغمه: چې کورنی نوم ېې ښاپېرۍ ده د افغانستان يوه تکړه سندرغاړې او د 1970 زېږيز کال د پيل ځلانده او نوميالۍ هنرمنده گڼل کېده . ښاپېرۍ ٬نغمه٬ خپل پخواني خاوند منگل سره يوځای د افغانستان سندريز بڼ په پښتو ، دري ، اوردو ژبو تود ساتلی و . د سندرو پسته او كوډگره ژبه يې آن د اورېدونكو ډېرو شډلو ذهنونو ته هم لاره کړې . نغمه د پښتو ژبې د ښځينه سندرغاړو د كتار په پيل كې راځي. نوموړې د افغاني ټولنې د دودونو هغه ځنځيرونه چې له مخه ېې ښځينه و ته سندرې ويل په عامه ځايونو اواستوگنځايونو کې ننگونه ښکارېدل مات کړل او د نوموړې د خاوند په مرسته او هڅونه د سندروبڼ کې پښه کېښوده.

عکس شاپیری نغمه + زندگینامه
عکس شاپیری نغمه + زندگینامه

ښاپېرۍ نغمه د سيد سلېمان شاه لور ده او په 11 د مرغومي، 1342 ل. كال کې د کندهار ولايت د چاوڼۍ د سيمې په 7 مه ناحيه كې زېږېدلې ده. د ښوونځي له وختونو يې ترانې وييلې او لومړی ځل يې په 16 کلنۍ کې د افغانستان په تلويزون باندې سندرې وييل پيل کړل چې لومړنۍ سندره يې سوځم په غمونو کې په چلن د زمانې، وځي له خولې ستا د مينې ترانې وه. ښاپېرۍ د كندهار هغه سندرغاړې ده، چې په ټوله نړۍ كې پېژندل شوې او تر اوسه يې دسندرو 2500 كېسټونه (فيتې) ډكې شويدي. پر دې سربېره نغمې په اروپا، اسيا او شمالي امريكا كې يو لړ كنسرټونه هم وركړيدي.

خانم نغمه شاپیری آوازخوان
خانم نغمه شاپیری آوازخوان

نوموړې په وړوكتوب كې دسندرو ويلو ترڅنگ د سندرو ليكلو وړتيا هم درلوده. همدا لامل و، چې شاعره شوه او په دې وروستيو كې يې د شعرونو يوه ټولگه هم خپره شوه. نغمه په پيل كې د خپلې كورنۍ له خوا له يولړ ستونزو سره مخامخ وه، خو هغې خپل كورني ځنځيرونه پرې كړل او په خپل سندريز غږ سره يې د ډېرو پام ځانته واړاو . كله، چې په كندهار كې د ښاپېرۍ ژوند له گواښ سره مخ شو، كابل ته ولاړه او هلته يې له کابل راډيو سره پر سندرو پيل وكړ. په هېواد كې د ناوړه شرايطو له امله نغمې خپلو سندرو ته دوام ورنه كړاى شو ، همدا لامل و، چې پاکستان او بيا له هغه ځايه يې بهر ته كډه وكړه. هغه 5 وروڼه او 2 خويندې لري.

نغمه Naghmah
نغمه Naghmah

نغمې تر 9 ټولگي د کندهار په بي بي عينو لېسه کې زده کړې کړي، کابل ته د کډه کېدو وروسته يې په رابعه بلخي لېسه کې تر 12 ټولگي خپلې زده کړې رسولي خو د 12 ټولگي بريليک يې نه دی ترلاسه کړی.

نغمه دسندرو او موسيقۍ نړۍ ته له يوې موخيزې زاويې گوري، د هغې په اند د انسانانو ترمنځ د مقصديت معيارونه جلا جلا دي، كه چېرې زموږ په ټولنه كې يو عمل د مقصديت معيار وگڼل شي حتمي نه ده، جې په بله ټولنه كې به هم خلك ورته په همدغه سترگه گوري، خو تر كومه بريده، چې د موسيقۍ د مقصديت خبره ده، موسيقي د ټولو انسانانو شريك ارزښت دى او د هرې ټولنې په نفسياتو كې ځانگړى ځاى لري.هنر او موسيقي د انسان په ژوندانه پورې تړلاى څيز دى، انسان له موسيقۍ پرته د خپلو غمونو او خوښيو شريك نه لري، نغمه موسيقۍ ته د انساني ژوندانه د يوې څرگندې اړتيا په سترگه گوري: هر هنر ځانته ژبه او جوړښت لري، موسيقي هم د خپل ارزښت ا و اړتيا له مخې يوه بېله او ځانگړې ژبه ده، موسيقي په . سا، رې، گا،ما، دا، ني، سا توريو ولاړه ده او دغه توري بيا د خپل نوعيت او څرنگوالي له مخې د موسيقۍ كيف او څرنگوالى رابرسېره كوي.

پښتو فولكلور د پښتو ژبې او ادب يوه شتمنه او بډايه برخه ده ، دغې برخې ته تر اوسه ډېره لږه پاملرنه شوېده، د نغمې په اند د پښتو فولكلوريكې موسيقۍ لپاره محمددين زاخېل، ايوب، گلزمان، اولمير ، سيدعالم، قمرگلې، گلناربېگم، بخت زمينې او يوشمېر نورو د قدر وړ خدمتونه كړيدي.مېرمن پروين ، ناهيد او قمرگله هغه ښځينه سندرغاړې دي، چې سندرو يې دنغمې پر روح ډېره اغيزه كړې او د پرون په څېر يې نن هم سندرو ته غوږ ږدي. هغه وايي په پښتني ټولنه كې د سندرغاړو ارزښت او درناوى نشته، گلناربېگم د پښتو موسيقۍ د پرمختيا او ودې لپاره ټول عمر وقف كړى و،هغې پښتو سندرو او پښتو موسيقۍ ته ترلتامنگيشكرډېركاروكړ،خوچايې دخدمتونو قدرونه كړ، لتا، چې موسيقي يې په ولس كې په سپېڅلتيا نمانځل كيږي، نړيواله څېره شوه، خو گلنار دگور تر ورځې هم چا ونه پوښتله.

تصاویر خانم نغمه و زندگی نامه اش
تصاویر خانم نغمه و زندگی نامه اش

هنر او موسيقي د شعر په ځواك سره غښتلې كيږي او ښكلا پيداكوي، څومره، چې شعر لوړ او د ذوقونو د خړوبتيا لامل وي، په همدغه كچه يې هنرمند او موسيقي هم غښتلې او ځواكمنه راځي. د نغمې په پخوانيو سندرو كې د شعرونوځواك له ورايه څرگندېده، خو په دې وروستيو كې يې په ناڅاپي توگه د بازاري شعرونو په لور مخ واړاوه. نغمه د شعر د غراوي په اړه وايي، چې كله كله د ميوزيك سنټرونو او خلكو له خوا د همدغسې سندرو فرمايشونه راځي، خو بيا هم هڅه كوم، ښكلى او قوي شعر غوره كړم. د نغمې په سندرو كې زياتره د بابرزي نوم راځي، خو هغه د بابرزي ترڅنگ دباري جهاني،ْ اسحاق ننگيال ،كاروان او رحمت شاه سايل شعرونه هم ډېرخوښوي. په غزلبولوسندرغاړو كې يې ايوب استاد، منگل، شاه ولي، خيال محمد او شاه محمد خوښيږي.

درباره ی admin

مطلب پیشنهادی

فياض حميد یکی از خواننده های نسل جوان افغانستان + عکس Fayaz Hamid

فياض حميد Fayaz Hamid : یکی از اشتراک کننده های برنامه ستاره افغان Afghan Star بود ، …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *